Sign in
Sign in
Sign in
Select Language
018

Al-Kahf 18:95 قال ما مكني فيه ربي خير فاعينوني بقوة اجعل بينكم وبينهم ردما ٩٥

18:95
قَالَ
مَا
مَكَّنِّي
فِيهِ
رَبِّي
خَيۡرٞ
فَأَعِينُونِي
بِقُوَّةٍ
أَجۡعَلۡ
بَيۡنَكُمۡ
وَبَيۡنَهُمۡ
رَدۡمًا
٩٥
ده وویل: هغه څیزونه چې ما ته زما رب په (استعمال د) هغو كې قدرت راكړى دى (هغه) ډېر غوره دي، نو تاسو زما سره مرسته په محنت (او كار) سره وكړئ، زه به ستاسو په مینځ كې او د دوى په مینځ كې ښه مضبوط دېوال جوړ كړم
Continue Reading

Read Tafsir

Ibn Kathir (Abridged)

His Journey to the Land of Ya'juj and Ma'juj, and building the Barrier

Allah says of Dhul-Qarnayn:

ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَباً

(Then he followed (another) way) meaning, he traveled from the east of the earth until he reached a place between the two mountains which were next to one another with a valley i

…

His Journey to the Land of Ya'juj and Ma'juj, and building the Barrier

Allah says of Dhul-Qarnayn:

ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَباً

(Then he followed (another)

…
More Tafsirs

Read in Context

Chapter 18, Page 303, Juz 16

83. او دوى له تا نه د ذوالقرنین باره كې تپوس كوي، ته (دوى ته) ووایه: ژر به زه تاسو ته د هغه په هكله څه احوال بيان كړم 84. بېشكه مونږ هغه ته په ځمكه كې اقتدار وركړى و او مونږ هغه ته له هر شي نه یوه لاره (او وسيله) وركړې وه 85. نو هغه لاره ونیوله (او هغه اسباب هم چې مغرب ته يې ورساوه) 86. تر هغه پورې چې كله دى د لمر پریوتو ځاى ته ورسېده (نو) ده دغه (لمر) ومونده چې د تورو خټو په لویه چینه كې ډوبېده، او ده هغې(چینې) ته نژدې یو قوم ومونده، مونږ وویل: اى ذوالقرنینه! (تا ته اختيار حاصل دى چې) یا خو تهٔ (دوى ته) عذاب وركړه او یا دا چې ته د دوى په هكله ښه لار ونیسه 87. ده وویل: هر چې هغه كس دى چې (له دې نه بعد) ظلم (شرك) وكړي، نو ژر به مونږ هغه ته (دنيايي) سزا وركړو، بیا به هغه خپل رب ته بېرته بوتللى شي، نو هغه به ده ته عذاب وركړي ډېر سخت عذاب 88. او پاتې شو هغه كس چې ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو د هغه لپاره په بدله كې غوره ښېګڼه ده (چې جنت دى) او ژر ده چې مونږ به هغه ته زمونږ په كار كې پیدا كړو 89. بیا ده بله لاره ونیوله (او هغه اسباب هم چې مشرق ته يې ورساوه) 90. تر هغه پورې چې كله دى د لمر ختو ځاى ته ورسېده (،نو) دغه (لمر) يې ومونده چې پر داسې قوم راخېژي چې مونږ هغوى ته د دغه (لمر) په وړاندې كومه پرده نه وه ګرځولې 91. همداسې (حال) و او یقینًا مونږ د خبردارۍ په لحاظ پر هغه څه احاطه كړې وه چې له ده سره وو 92. بیا ده بله لاره ونیوله (او نور اسباب يې تیار كړل) 93. تر هغه پورې چې كله دى د دوه غرونو مینځ ته ورسېده (،نو) د دغو دواړو وړاندې يې داسې قوم ومونده چې نژدې نه وو چې دوى (د ذوالقرنین) پر خبره پوه شي 94. دوى وویل: اى ذوالقرنینه! بېشكه یاجوج او ماجوج په ځمكه كې فساد كوونكي دي، نو ایا مونږ تا لپاره لګښت مقرر كړو، د دې لپاره چې ته زمونږ په مینځ كې او د دوى مینځ كې یو دېوال جوړ كړې؟ 95. ده وویل: هغه څیزونه چې ما ته زما رب په (استعمال د) هغو كې قدرت راكړى دى (هغه) ډېر غوره دي، نو تاسو زما سره مرسته په محنت (او كار) سره وكړئ، زه به ستاسو په مینځ كې او د دوى په مینځ كې ښه مضبوط دېوال جوړ كړم 96. تاسو ما ته د اوسپنې تختې راكړئ، تر هغه پورې (يې ایښودلې چې) كله دغه (دېوال) د (غرونو) دوو څوكو په مینځ كې برابر شو، ويې ویل چې پو كړئ، تر هغه پورې چې كله يې دغه (اوسپنه) اور وګرځوله (،نو) ويې ويل: تاسو ما ته راوړئ چې زه پر دې (دېوال) وېلې كړى شوې تانبه وغورځوم 97. نو د دوى به طاقت نه وي چې پر ده وخېژي او نه به دوى د سوري كولو طاقت ولرلى شي 98. دغه زما د رب له جانبه یو رحمت دى، نو كله چې زما د رب وعده راشي دا به له ځمكې سره هموار وګرځوي او زما د رب وعده حقه ده 99. او مونږ به په دغه ورځ كې د دوى ځینې پرېږدو چې په ځینو نورو كې به موجونه وهي (ننوځي به) او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نومونږ به دوى راجمع كړو، پوره جمع كول 100. او په دغې ورځ به مونږ جهنم كافرانو ته وروړاندې كړو، وروړاندې كول 101. هغو كسانو ته چې د هغوى سترګې زما له ذكر نه په پرده كې وې او دوى اورېدل نشول كولى

- Zakaria Abulsalam

Notes and Reflections

You do not have any notes or reflections on this verse.

Notes placeholders

Stay Connected to the Quran ❤️

Short meaningful reminders to reset, reflect and stay connected to the Quran.

Read, Listen, Search, and Reflect on the Quran

Quran.com is a trusted platform used by millions worldwide to read, search, listen to, and reflect on the Quran in multiple languages. It provides translations, tafsir, recitations, word-by-word translation, and tools for deeper study, making the Quran accessible to everyone.

As a Sadaqah Jariyah, Quran.com is dedicated to helping people connect deeply with the Quran. Supported by Quran.Foundation, a 501(c)(3) non-profit organization, Quran.com continues to grow as a free and valuable resource for all, Alhamdulillah.

Navigate
Home
Quran Radio
Reciters
About Us
Developers
Product Updates
Feedback
Help
Donate
Our Projects
Quran.com
Quran For Android
Quran iOS
QuranReflect.com
Quran.AI
Sunnah.com
Nuqayah.com
Legacy.Quran.com
Corpus.Quran.com
Non-profit projects owned, managed, or sponsored by Quran.Foundation
Popular Links
Duas from the Quran
Quran Verse of the Day
Ayatul Kursi
Yaseen
Al Mulk
Ar-Rahman
Al Waqi'ah
Al Kahf
Al Muzzammil
SitemapPrivacyTerms and Conditions
© 2026 Quran.com. All Rights Reserved
Contribute