Sign in
Sign in
Sign in
Select Language
009

At-Tawbah 9:109 افمن اسس بنيانه على تقوى من الله ورضوان خير ام من اسس بنيانه على شفا جرف هار فانهار به في نار جهنم والله لا يهدي القوم الظالمين ١٠٩

9:109
أَفَمَنۡ
أَسَّسَ
بُنۡيَٰنَهُۥ
عَلَىٰ
تَقۡوَىٰ
مِنَ
ٱللَّهِ
وَرِضۡوَٰنٍ
خَيۡرٌ
أَم
مَّنۡ
أَسَّسَ
بُنۡيَٰنَهُۥ
عَلَىٰ
شَفَا
جُرُفٍ
هَارٖ
فَٱنۡهَارَ
بِهِۦ
فِي
نَارِ
جَهَنَّمَۗ
وَٱللَّهُ
لَا
يَهۡدِي
ٱلۡقَوۡمَ
ٱلظَّٰلِمِينَ
١٠٩
ایا نو هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د الله په تقویٰ او رضامندۍ باندې ایښى دى، غوره دى، یا هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د نړېدونكې كندې (پانډ) په غاړه ایښى دى، بيا هغه د جهنم په اور كې له هغه سره ونړېږي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي
Continue Reading

Read Tafsir

Ibn Kathir (Abridged)

The Difference between Masjid At-Taqwa and Masjid Ad-Dirar

Allah the Exalted says that the Masjid that has been built on the basis of Taqwa of Allah and His pleasure is not the same as a Masjid that was been built based on causing harm, disbelief and causing division among the believers, and as an ou

…

The Difference between Masjid At-Taqwa and Masjid Ad-Dirar

Allah the Exalted says that the Masjid that has been built on the basis of Taqwa of Allah an

…
More Tafsirs

Read in Context

Chapter 9, Page 204, Juz 11

100. او له مهاجرینو او انصارو نه هغه وړاندیني اولني (ایمان لرونكي) او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د دوى پیروي كړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي او هغهٔ، د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، همدا ډېره لویه كامیابي ده 101. او ستاسو په شاو خوا كې چې اعرابیان دي، په هغو كې ځینې منافقان دي او ځینې د مدینې له اوسېدونكو نه هم، چې په نفاق باندې ټینګ شوي دي، ته (اى نبي!) هغوى نه پېژنې، مونږ يې پېژنو، ژر به مونږ هغوى ته دوه ځله عذاب وركړو، بیا به هغوى ډېر لوى عذاب ته ورګرځولى شي 102. او (ځینې) نور (خلق) دي چې پر خپلو ګناهونو قايله شوي دي، دوى نېك عمل او بل بد عمل سره ګَډ (او ميلاو) كړي دي، امېد دى چې الله به پر دوى رجوع وكړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى 103. (اى نبي!) ته د دوى له مالونو نه صدقه واخله، چې ته دوى پاك كړې او په دې سره يې تزكیه وكړې او دوى ته دعا وكړه، بېشكه ستا دعا د دوى لپاره د تسكین ذريعه ده او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى 104. ایا دوى نه پوهېدل چې یقینًا الله دى چې هغه د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او صدقې اخلي او دا چې بېشكه الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى 105. او (اى نبي!) ته ووایه: تاسو عمل كوئ، پس ضرور به الله ستاسو عمل وویني او د ده رسول او مومنان (هم) او ژر به تاسو بیا بوتلى شئ د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته، نو هغه به تاسو پر هغو كارونو خبر كړي چې تاسو به كول 106. او نور كسان دي چې د الله د حكم لپاره وروسته كړى شوي دي، یا به دوى ته عذاب وركړي او یا به په دوى باندې مهرباني وكړي او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى 107. او هغه خلق چې یو جومات يې جوړ كړى دى د ضرر رسولو لپاره او د كفر كولو لپاره او د مومنانو په مینځ كې د بېلتون راوستلو لپاره او د هغو كسانو د انتظار (او كمين) لپاره چا چې له دې نه مخكې (هم) له الله او د هغه له رسول سره جنګ كړى دى او دوى به یقینًا هرومرو قسمونه خوري چې مونږ اراده نه ده كړې مګر د نېكۍ او الله شاهدي وايي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي 108. ته په دغه (جومات) كې هیڅكله هم مه ودرېږه، یقینًا هغه جومات چې بنیاد يې له اولې ورځې نه پر تقویٰ ایښودل شوى دى؛ ډېر لايق دى د دې چې ته په كې ودرېږې، په دې (جومات) كې داسې سړي دي چې ښه پاك اوسېدل خوښوي او الله ښه پاك اوسېدونكي خوښوي 109. ایا نو هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د الله په تقویٰ او رضامندۍ باندې ایښى دى، غوره دى، یا هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د نړېدونكې كندې (پانډ) په غاړه ایښى دى، بيا هغه د جهنم په اور كې له هغه سره ونړېږي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي 110. د دوى هغه ابادي چې دوى جوړه كړې ده ؛ همېشه به د دوى په زړونو كې د شك سبب وي مګر دا چې د دوى زړونه ټوټې ټوټې شي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

- Zakaria Abulsalam

Notes and Reflections

You do not have any notes or reflections on this verse.

Notes placeholders

Stay Connected to the Quran ❤️

Short meaningful reminders to reset, reflect and stay connected to the Quran.

Read, Listen, Search, and Reflect on the Quran

Quran.com is a trusted platform used by millions worldwide to read, search, listen to, and reflect on the Quran in multiple languages. It provides translations, tafsir, recitations, word-by-word translation, and tools for deeper study, making the Quran accessible to everyone.

As a Sadaqah Jariyah, Quran.com is dedicated to helping people connect deeply with the Quran. Supported by Quran.Foundation, a 501(c)(3) non-profit organization, Quran.com continues to grow as a free and valuable resource for all, Alhamdulillah.

Navigate
Home
Quran Radio
Reciters
About Us
Developers
Product Updates
Feedback
Help
Donate
Our Projects
Quran.com
Quran For Android
Quran iOS
QuranReflect.com
Quran.AI
Sunnah.com
Nuqayah.com
Legacy.Quran.com
Corpus.Quran.com
Non-profit projects owned, managed, or sponsored by Quran.Foundation
Popular Links
Duas from the Quran
Quran Verse of the Day
Ayatul Kursi
Yaseen
Al Mulk
Ar-Rahman
Al Waqi'ah
Al Kahf
Al Muzzammil
SitemapPrivacyTerms and Conditions
© 2026 Quran.com. All Rights Reserved
Contribute